روسیه: د اوکراین په ختیځ کې مو یو مهم ښار نیولی

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو د اوکراین ختیځ دونتسک سیمې کې د کوستیانتینیفکا ښار تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی. د روسي چارواکو په وینا، یاد ښار د اوکرایني ځواکونو له مهمو پوځي مرکزونو څخه ګڼل کېده.

د معلوماتو له مخې، د روسیې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز، والري ګراسیموف، دغه څرګندونې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د یوه پوځي مرکز د لیدنې پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي چې روسي ځواکونه به د دونتسک سیمې د بشپړ کنټرول لپاره خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

تر اوسه اوکرایني چارواکو د روسیې د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا