روسیې د ټیلیګرام د خاوند د نړیوال نیولو امر صادر کړ

د روسیې رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد فدرالي امنیتي خدمت (FSB) د ټیلیګرام بنسټ‌اېښودونکي پاول دوروف د ترهګریزو فعالیتونو د اسانتیا برابرولو په تور د هغه د نړیوال نیولو امر صادر کړی دی.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدمت د خبرپاڼې له مخې، چې د اینټرفاکس خبري اژانس خپره کړې، پاول دوروف تورن دی چې د ټیلیګرام هغه چینلونه، چټونه او بوټونه یې نه دي تړلي چې د روسي چارواکو په وینا د اوکراین د امنیتي ادارو او ځینو افراطي ډلو له لوري کارول کېدل.

په راپور کې راغلي، یاد چینلونه او بوټونه د روسیې په خاوره کې د بریدونو د پلان جوړولو، د عملیاتو د همغږۍ او د کسانو د جذب لپاره کارول شوي، چې د روسي چارواکو په وینا له امله یې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د روسیې فدرالي امنیتي خدمت همداراز ادعا کړې چې د ټیلیګرام د ملګري موندنې (Dating) ځانګړنه هم د کسانو د جذب لپاره کارول شوې ده. د راپور له مخې، له ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې راهیسې د همدې قضیو په تړاو لسګونه کسان نیول شوي دي.

د روسیې فدرالي امنیتي خدمت ټینګار کړی چې د ترهګرۍ اړوند محتواوو د لرې کولو په برخه کې د ټیلیګرام نه همکاري، د افراطي فعالیتونو د دوام لامل شوې ده.

بلخوا، پاول دوروف چې د فرانسې او متحده عربي اماراتو تابعیت لري او ډېری وخت په فرانسه کې ژوند کوي، تر دې وړاندې ورته فشارونه د شخصي محرمیت پر ضد سیاسي اقدام بللی و.

ټیلیګرام، چې له یو میلیارد څخه ډېر فعال کاروونکي لري، د کوډګذارۍ (Encryption) د پالیسۍ او د کاروونکو معلوماتو ته د حکومتونو د لاسرسي په برخه کې د خپل دریځ له امله، په بېلابېلو هېوادونو کې له حقوقي او قانوني ننګونو سره مخ دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا