روغتیا وزارت د مېندو مړینې په اړه د اوچا راپور رد کړ

د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې راپور رد کړی او وایي چې خپرې شوې شمېرې تخمینې دي او د وزارت له رسمي معلوماتو سره سمون نه لري.
د وزارت ویاند شرافت زمان ویلي چې د وړم کال په پرتله تېر کال د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه کمه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې تېر کال په ټول هېواد کې یوازې شاوخوا ۲۰۰ میندې د زیږون پر مهال مړې شوې دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر ویلي چې په افغانستان کې په هر ۱۰۰ زره ژوندیو زیږونونو کې شاوخوا ۶۰۰ میندې د زیږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د هېواد په روغتیايي سیستم کې د خدماتو د پراختیا له امله د میندو د مړینې په کچه کې تدریجي کموالی رامنځته شوی او روان وضعیت د ښه والي په لور روان دی.

