رونالډو د نړیوال جام د اتلولۍ په موخه امریکا ته رسېدلی

د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې نوموتی لوبغاړی، کریسټیانو رونالډو، د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام د چمتووالي لپاره امریکا ته رسېدلی او د خپلې لوبډلې له نورو لوبغاړو سره یې د تمریناتي کمپ برخه ګرځېدلې ده.
د راپورونو له مخې، رونالډو د جمعې په ورځ د فلوریډا ایالت پام بیچ نړیوال هوايي ډګر ته ورسېد، څو د نړیوال جام لپاره د پرتګال د چمتووالي بهیر په رسمي ډول پیل کړي.
پرتګال به خپلې سیالۍ د کانګو دیموکراتیک جمهوریت پر وړاندې پیل کړي، وروسته به له ازبکستان سره مخامخ شي او د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه به د کولمبیا پر وړاندې ترسره کړي.
دغه نړیوال جام د کریسټیانو رونالډو لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه نوموړی د فوټبال په تاریخ کې د یوه مهم ریکارډ د ثبتېدو درشل ته رسېدلی او ښايي د هغو محدودو لوبغاړو له ډلې سره یو ځای شي چې شپږ ځله یې په نړیوال جام کې ګډون کړی وي.
د فوټبال مینهوال هیله لري چې رونالډو به په دې سیالیو کې هم د خپلې تجربې او وړتیا له لارې د پرتګال ملي لوبډلې لپاره اغېزناک رول ولوبوي.

