رونالډو وایي ښايي دا یې د لوبېدو وروستی کال وي

د فوټبال نړیوال مشهور ستوری کریسټیانو رونالډو ویلي، ښايي راتلونکی فصل یې د مسلکي لوبغاړي په توګه وروستی وي او غواړي له فوټبال وروسته خپل ژوند ته، په ځانګړي ډول کورنۍ ته، ډېر وخت ورکړي.
۴۱ کلن رونالډو د اګست پر ۱۱مه له خپلې اوږدمهالې ملګرې جورجینا روډریګز سره په پرتګال کې په یوه خصوصي مراسمو کې واده وکړ.
نوموړي په یوې مرکې کې ویلي، د راتلونکي ژوند لپاره یې ډېر څه له مخکې پلان کړي او غواړي له خپلې کورنۍ سره ډېر وخت تېر کړي.
رونالډو ویلي: «ښايي دا مې په فوټبال کې وروستی کال وي، غواړم یو په زړه پورې میراث پرېږدم.»
هغه زیاته کړې چې له فوټبال وروسته به سفر، پډېل ټېنس او له خپلو لاسته راوړنو خوند اخیستل هغه بوخت وساتي.
نوموړي ټینګار کړی چې فوټبال د ۲۵ کلونو قربانۍ او سخت کار پایله ده.
رونالډو پنځه ځله د بالون ډور جایزه ګټلې او پنځه ځله یې د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي خپله کړې ده.
نوموړي په انګلستان، اسپانیا، ایټالیا او سعودي عربستان کې هم د کورنیو لیګونو اتلولۍ ګټلې دي.
هغه د پرتګال ملي لوبډلې لوبډلمشر دی او له نږدې څلورو کلونو راهیسې د سعودي عربستان له النصر لوبډلې سره لوبېږي.
د نوموړي اوسنی قرارداد تر ۲۰۲۷ کال پورې اعتبار لري.
رونالډو تر دې وړاندې ویلي وو چې غواړي د مسلکي لوبو تر پای ته رسېدو مخکې د خپل کیریر د ۱۰۰۰ ګولونو هدف ته ورسېږي. نوموړی اوس هم د دې تاریخي شمېرې ته نږدې دی.
رونالډو په ۲۰۰۳ کال کې له مانچسټر یونایټډ سره یوځای کېدو وروسته نړیوال شهرت ته ورسېد.
هغه په ۲۰۰۹ کال کې ریال مادرید ته ولاړ او تر ۲۰۱۸ پورې یې له دغه کلب سره لوبې وکړې.
وروسته یې درې فصلونه د ایټالیا له یوونتوس سره تېر کړل، په ۲۰۲۱ کال کې بېرته مانچسټر یونایټډ ته ستون شو او په ۲۰۲۳ کال کې یې له سعودي النصر سره قرارداد لاسلیک کړ.
د رونالډو اوږدمهاله سیال لیونل مېسي هم په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې نه پوهېږي تر کومه وخته به د فوټبال لوبو ته دوام ورکړي.
دواړه لوبغاړي د فوټبال په تاریخ کې له تر ټولو بریالیو او اغېزناکو ستورو څخه شمېرل کېږي.

