سبا په ۱۸ ولایتونو کې د باران، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی چې سبا، پنجشنبه د زمري لومړۍ، د کابل په ګډون د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، تالندې او برېښنا، ناڅاپي سېلابونو او د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.
د هوا پېژندنې ریاست ویلي، د یادو ولایتونو اوسېدونکي دې د احتمالي سېلابونو، د سیندونو د اوبو د زیاتوالي او نورو طبیعي پېښو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
یادې ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې په مرکزي، ختیځو، سوېلختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورینو توپانونو د رامنځته کېدو احتمال هم شته، چې ښايي د تګ راتګ، لېد کچې او ورځنیو فعالیتونو پر بهیر اغېز وکړي.
چارواکو له هېوادوالو غوښتي چې د هوا پېژندنې ریاست وروستي اټکلونه او سپارښتنې په پام کې ونیسي، ترڅو د احتمالي طبیعي پېښو له امله د ځاني او مالي زیانونو مخه ونیول شي.

