ستره محکمه: درېیمه ربع کې له ۷۰ زرو زیاتې قضیې حل شوې

ستره محکمه وایي چې د روان هجري قمري کال د درېیمې ربعې په ترڅ کې د هېواد په کچه ټول ۷۰ زره او ۳۷۶ قضیو ته رسېدنه شوې او ۳۷ زره او ۹۹۵ وثیقې اجرا شوې دي.
د سترې محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي چې له دې شمېر څخه ۶۷ زره او ۴۴۷ قضیې په ابتدائیه او مرافعه محاکمو کې د قانوني څېړنو او اجرااتو لاندې نیول شوې دي، او ۲۹۲۹ نورې قضیې د سترې محکمې د تمیز عالي ریاست اړوندو دېوانونو کې څېړل شوې او پرې لازمې پرېکړې شوې دي.
نوموړی زیاتوي چې دا فعالیتونه د قضايي او عدلي خدمتونو د اغېزمنتیا، د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا او د خلکو د حقوقو د خوندیتوب په برخه کې د روانو هڅو څرګندونه کوي.
د سترې محکمې په وینا، قضايي بنسټونه ژمن دي چې د شرعي احکامو او نافذه قوانینو له مخې به د قضیو عادلانه، شفافه او پر وخت څېړنه او پرېکړه ترسره کوي، څو د خلکو حقونه خوندي او د عدالت بهیر لا پیاوړی شي.

