سمنګان کې ترافیکي پېښې د درېیو کسانو ژوند واخیست

د سمنګان امنیه قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني وایي، د حضرت سلطان ولسوالۍ په دولتاباد سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي دي.
رحماني ویلي، پېښه نن پنجشنبه هغه مهال رامنځته شوه چې یو کرولا موټر له اکتروس موټر سره ټکر وکړ.
د نوموړي په وینا، د اکتروس موټر چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی او پولیس یې د نیولو هڅې کوي.