سنيل شېټي: غوښتل مې کرکټر شم، خو برخلیک مې سینما ته بوتلم

د هندي سینما مشهور اداکار سنيل شېټي ویلي، له اداکارۍ وړاندې یې هیله دا وه چې د کرکټ په ډګر کې بریالی لوبغاړی شي، خو د ژوند مسیر یې د سینما نړۍ ته واوښت. نوموړي زیاته کړې چې له کرکټ سره یې مینه لا هم پر خپل ځای پاتې ده او هېڅکله یې تصور نه کاوه چې یوه ورځ به یې زوم د هند د کرکټ ملي لوبډلې له مخکښو لوبغاړو څخه وي.
سنيل شېټي، چې لور یې اتهیا شېټي په ۲۰۲۳ کال کې د هند ملي لوبډلې له لوبغاړي کېاېل راهول سره واده کړی، په تازه مرکه کې ویلي چې له راهول سره یې لومړۍ لیدنه د هغه د یوه مینهوال په توګه کړې وه. د هغه په وینا، راهول لا هم د ده په نظر یو مؤدب، نرمخویه او عاجز انسان دی، چې د خپلې لوبې او چلند له لارې پر ځوانانو مثبت اغېز لري.
نوموړي همداراز ویلي، نه خپل زوم کېاېل راهول ته د کرکټ په اړه مشورې ورکوي او نه خپل زوی اهان شېټي ته، چې د سینما په برخه کې فعالیت کوي. د هغه په وینا، په کورنۍ کې یې د مسلک پر ځای د شخصیت، اخلاقو او انساني ارزښتونو په اړه خبرې کېږي او هڅه کوي د کورنۍ فضا ساده او له بېځایه فشارونو لرې وساتي.
سنيل شېټي، چې له ورزش سره ځانګړې علاقه لري، ویلي د هند غوره لیګ (IPL) د پیل پر مهال یې مالي توان درلود چې یوه لوبډله واخلي، خو په هغه وخت کې یې دا پرېکړه ونه کړه. هغه زیاته کړې چې اوس دا فرصت د خپل ژوند له سترو پښېمانیو څخه ګڼي، ځکه باور لري چې که هغه مهال یې پانګونه کړې وای، نن به د دغو سیالیو د یوې لوبډلې مالک هم وای.

