سپین غر پړانګان د شپږیزې لیګ د نوملړ سر ته وخوتل

د یوولسم پړاو شپږیزې کرکټ لیګ په شپږمه سیالۍ کې سپین غر پړانګانو د بوست ساتونکو پر وړاندې د ۵۹ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د سیالیو د نوملړ سر ته وخته.

سپین غر پړانګانو لومړی توپوهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۱۹ منډې جوړې کړې. بوست ساتونکو د ۲۲۰ منډو هدف په تعقیب د اتو لوبغاړو په زیان ۱۶۰ منډې وکړې او سیالي یې وبایلله.

د سپین غر په بریا کې راشد خان او عصمت عالم د توپ اچونې په برخه کې مهم رول ولوباوه او خپلې لوبډلې ته یې د هدف په بریالۍ دفاع کې مرسته وکړه. دا د سپین غر پړانګانو پرله‌پسې دویمه بریا هم وه.

راشد خان په دې لوبه کې د سپین غر پړانګانو په ګټه لومړی ځل د سږني شپږیزې لیګ په سیالیو کې ولوبېد او د لوبغالي د نندارچیانو له تود هرکلي سره مخ شو. که څه هم نوموړی د لوبډلې د لوبډلمشر په توګه اعلان شوی و، خو په دې سیالۍ کې یې د دروېش رسولي تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبه ترسره کړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا