شهباز شریف ادعا کوي چې د اسلامي امارت پر ضد عملیات به دوام وکړي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي چې د «غضبُ الحق» په نوم پوځي عملیات به په بشپړ عزم سره دوام وکړي.
د راپورونو له مخې، شهباز شریف دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ په کوټه کې یوې پوځي اکاډمۍ ته د وینا پر مهال کړې دي.
هغه ویلي چې د دغو عملیاتو موخه د پاکستاني وګړو د ژوند او مال ساتنه، د وسلهوالو ډلو پر وړاندې مبارزه او د هغوی د پټنځایونو له منځه وړل دي.
نوموړي زیاته کړې چې عملیات به د هغو ډلو پر وړاندې هم دوام ولري چې هغه یې «په افغانستان کې مېشتې ترهګرې نیابتي ډلې» بللې او د اسلامي امارت له ځینو کړیو سره یې تړلې ګڼلې دي.
بلخوا په افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
اسلامآباد تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړي له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي، خو اسلامي امارت بیا دا تورونه په دوامداره توګه رد کړي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.





