طبیعي پېښو په افغانستان کې ۳۴ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان کړي

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي ادارې ویلي، د چنګاښ له ۱۹مې نېټې راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۳۴ کسانو ژوند بایللی او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې د مرستیال ویاند، تاج‌محمد همت، په وینا، سېلابونو کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، زابل، بدخشان، لغمان او نورستان ولایتونه اغېزمن کړي او خلکو، زیربناوو او کرنیز سکتور ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ۲۶۶ کورونه په بشپړ ډول او ۸۱۷ نور په جزوي ډول ویجاړ شوي دي. همدارنګه، ۱۳۷ دوکانونه په بشپړه توګه او ۳۱ نور په جزوي ډول زیانمن شوي دي.

ادارې زیاته کړې چې د دغو پېښو له امله ۲۲۲ د اوبو څاګانې، ۲۸ کیلومتره سړکونه، ۳۹ موټر، ۲۶۶ څاروي، د ۷۲۳۳ جریبه کرنیزې ځمکې فصلونه او ۷۴۱۰ ونې هم له منځه تللې دي.

د چارواکو په وینا، دغو طبیعي پېښو ۲۳۲ کورنۍ بې‌ځایه کړې او په ټولیز ډول یې ۴ زره او ۴۶ کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا