عدلیې وزارت: کابل کې ۱۳ د معاملاتو لارښوونې دفترونه تړل شوي

عدلیې وزارت وایي چې په کابل ښار کې له تېرو څو اونیو راهیسې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي.
د دغه وزارت په وېبپاڼه کې راغلي چې دا دفترونه د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضهلیکونکو چارو ریاست د څارنو پر مهال د اصولي سرغړونو له مخې تړل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، یاد ریاست په همدې موده کې ۱۸۰ نوو غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت جوازونه ورکړي او ۹۱ نورو دفترونو ته یې د فعالیت جوازونه تمدید کړي دي.
مسوولین وایي چې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو د فعالیت منظم کول او د جوازونو کنټرول د دې لپاره ترسره کېږي چې په دې برخه کې شفافیت رامنځته شي او د خلکو حقونه خوندي وساتل شي.

