عزیزي په بغلان کې د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پلان اعلان کړ

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي ویلي، د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ستر پروګرام په چوکاټ کې به د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید دستګاوې جوړې شي.
نوموړي په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چین ته یې سفر کړی څو د دغې پروژې د طرحې او ډیزاین په اړه له «رونپاور» شرکت سره د همکارۍ هوکړه وروستۍ کړي.
د هغه په وینا، د عزیزي انرژۍ شرکت له همکارانو سره یې د چین د شاندونګ ولایت د جینان ښار په «رونپاور» شرکت کې له مشرتابه او تخنیکي ټیم سره لیدنه کړې او د برېښنا تولید پروژې د تخنیکي او عملي اړخونو په اړه یې مفصلې خبرې کړې دي.
میرویس عزیزي ټینګار کړی چې د یادې پروژې عملي کېدل به د هېواد د برېښنا تولید د ظرفیت په لوړولو او د انرژۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وي.

