علي بلال بیا د مسترالمپیا دویم مقام خپل کړ

افغان بدنساز علي بلال د نړۍ مسترالمپیا سیالیو د نارینه وو په فزیک برخه کې د درېیم پرلهپسې کال لپاره دویم مقام خپل کړ.
علي بلال له نړۍوالو غوره بدنسازانو سره په سیالۍ کې پر سټېج ودرېد او په پای کې د انګلستان له رایان ټري وروسته دویم شو.
د دغې برخې درېیم مقام د بدنسازۍ بل لوبغاړي کایرون هولډن خپل کړ او د برونزو مډال یې وګاټه.
علي بلال له دې پایلې سره پرلهپسې درېیم ځل د مسترالمپیا نړۍوالو سیالیو نایبقهرماني خپله کړه.
نوموړي تر دې وړاندې د نیویارک پرو سیالیو اتلولي او د پترزبورګ پرو سیالیو دویم مقام هم خپل کړی دی.
سږنۍ مسترالمپیا سیالۍ د بدنسازۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکا په لاسوېګاس ښار کې ترسره شوې.

