غزني کې دوو ترافیکي پېښو یو کس مړ او پنځه نور ټپیان کړل

د غزني امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د دغه ولایت په مرکز کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یادې پېښې پرون د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضې کوتل په سیمه کې رامنځته شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې د پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې او ټپیان د درملنې لپاره غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د غزني د ترافیکو مسوولینو له موټر چلوونکو غوښتي چې ترافیکي اصول مراعات کړي، د سرعت له زیاتوالي ډډه وکړي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له احتیاط څخه کار واخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا