غزني کې د قتل په تور یو کس نیول شوی

د غزني امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو په مقر ولسوالۍ کې یو تن د قتل په تور نیولی دی.

د یادې قوماندانۍ په وینا، دغه کس په نويو خونو کلي کې د کورنۍ د شخړې پر مهال خپل «تره»، چې درې ورځې وړاندې له حج څخه راستون شوی و، وژلی او د هغه مېرمن یې ټپي کړې ده.

امنیتي ځواکونو د پلټنو په پایله کې نوموړی تېره شپه نیولی او اوس مهال تر لومړنیو څېړنو لاندې دی.

د غزني امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې د قضیې تر بشپړېدو وروسته به نیول شوی کس اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا