فرانسه کې سختې ګرمۍ اووه کسان مړه کړي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په فرانسه کې د سختې ګرمۍ له امله اووه کسان مړه شوي او لسګونه نور له جدي روغتیايي ګواښ سره مخ دي.

د فرانسوي چارواکو په وینا، دغو کسانو د سختې ګرمۍ پر مهال په ساحلونو، ورزشي پروګرامونو او عامه ځایونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لور ته، د فرانسې هوا پېژندنې اداره د تودوخې د شدیدې څپې خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د لمر تر مستقیمو وړانګو لاندې له ګرځېدو ډډه وکړي.

چارواکي وایي، د ګرمۍ له زیاتېدو سره روغتیايي خطرونه هم لوړ شوي او ښايي په راتلونکو ورځو کې د تودوخې درجه نوره هم لوړه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا