فراه کې د پړانګ دوه بچي او دوه باښې ژغورل شوي

فراه کې مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د امنیتي ارګانونو په همکارۍ د پرچمن ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه د پړانګ بچي چې له یوه شپانه سره موندل شوي وو، تر لاسه کړي او اړوندو مسوولینو ته سپارل شوي دي.

د پرچمن ولسوالۍ مسوولینو دغه د پړانګ بچي د وحشي ژوو د ساتنې په موخه د فراه د چاپېریال ساتنې ریاست ته سپارلي، چې له لازمې ارزونې او تدابیرو وروسته د یاد ریاست تر څارنې لاندې په یوه خصوصي ژوبڼ کې ساتل کېږي.

مسوولین وایي، دا بچي لا هم کم‌عمره دي او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، تر څو په خوندي ډول لوی شي او د طبیعي ژوند چاپېریال ته د بېرته خوشې کېدو وړ شي.

همداراز د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې امنیتي مسوولینو دوه وزرې باښې له ښکاریانو څخه ژغورلې او د چاپېریال ساتنې ریاست ته یې سپارلې دي.

د فراه د چاپېریال ساتنې ریاست دغه اقدامات د وحشي ژوو د ساتنې او د چاپېریالي قوانینو د پلي کېدو په برخه کې مهم او د ستاینې وړ بللي دي. مسوولین ټینګار کوي چې د وحشي ژوو ساتنه د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت دی او د غیرقانوني ښکار مخنیوی د طبیعي ایکوسیستم د خوندي ساتلو لپاره اړین بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې په ټول هېواد کې د وحشي ژوو، مرغانو او کبانو ښکار بند شوی او له دې امر سرغړونکي له قانوني چلند سره مخ کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا