فراه کې له ۶۰۰ کیلوګرامو زیات له نېټې‌تېر درمل او خوراکي توکي راټول شول

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په فراه ولایت کې له ۶۰۰ کیلوګرامو څخه زیات له نېټې‌تېر درمل او خوراکي توکي راټول شوي او د له‌منځه وړلو لپاره ټاکل شوي ځای ته لېږدول شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه توکي د فراه د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري د درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو د ارزونې پر مهال راټول شوي دي.

مسوولین وایي، د روغتیايي اصولو د پلي کېدو او د خلکو د روغتیا د خونديتوب په موخه څارنې دوام لري. د همدې لړۍ په ترڅ کې څلور درملتونونه هم د روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله تړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د بې‌کیفیته او له نېټې‌تېرو درملو او خوراکي توکو پر وړاندې به جدي اقدامات دوام ولري، څو د خلکو روغتیا له احتمالي ګواښونو خوندي وساتل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا