فصیحالدین فطرت: د افغانستان پر خاوره هر برید ته ځواب ورکړل شوی

د اسلامي امارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت ویلي، د افغانستان پر خاوره د پاکستان هېڅ برید بېځوابه نه دی پاتې شوی او هر ځل ورته پرېکنده ځواب ورکړل شوی دی.
فطرت په یوه مرکه کې ویلي، د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) موضوع د پاکستان له لوري د بریدونو لپاره د پلمې په توګه کارول کېږي او دا مسئله د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو مخکې هم موجوده وه.
نوموړي ویلي، پاکستان په دې دلیل چې ګواکې د ټيټيپي پر ضد عملیات ترسره کوي، پر افغان خاوره بریدونه کړي؛ خو په وینا یې، د افغانستان د خلکو او خاورې ساتنه د اسلامي امارت مسؤلیت دی.
فصیحالدین فطرت ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د بل هېواد پر ضد د فعالیت لپاره ونه کارول شي او اسلامي امارت به د متقابل امنیت او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

