فلم «الفا» په لومړۍ ورځ له کمزوري پیل او ګډو نیوکو سره مخ شو

د هندي سینما نوی فلم «الفا» چې عالیه بټ، شرواري، انیل کپور او بابي دیول پکې مرکزي رولونه لوبولي، په هند کې سینماوو ته وړاندې شوی، خو د نندارې په لومړۍ ورځ یې د عوایدو کچه د «وای ار اېف» د جاسوسۍ د فلمونو د لړۍ د پخوانیو اثارو په پرتله ټیټه بلل شوې ده.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، د فلم د لومړۍ ورځې د ټکټونو پلور د تمې خلاف کم و او ونه توانېد چې د یادې فلمي لړۍ د مخکینیو بریالیو فلمونو د پیل ریکارډ ته ورسېږي. د سینمايي چارو شنونکي د دې کمزوري پیل لامل د لیدونکو د لوړو تمو، سختې سیالۍ او د فلم د کیسې او جوړښت په اړه بېلابېل نظرونه بولي.
بلخوا، فلم د سینمايي منتقدانو له لوري هم له ګډو او تر ډېره منفي ارزونو سره مخ شوی دی. یو شمېر منتقدانو د لوبغاړو د ښه هنري وړاندېز ستاینه کړې، خو د کیسې، د پېښو د تنظیم، د کرکټرونو د پراختیا او د فلم د عمومي جوړښت په اړه یې نیوکې کړې دي.
سره له دې، د سینمايي چارو څارونکي باور لري چې د راتلونکو ورځو عواید به وښيي چې «الفا» د لیدونکو په جلبولو او په ګیشه کې د خپل دریځ په پیاوړتیا کې څومره بریالی کېږي، ځکه د هند په سینمايي بازار کې د فلمونو اصلي ارزونه تر ډېره د لومړۍ اوونۍ د عوایدو له مخې ترسره کېږي.

