فوټبال: افغانستان نن په حساسه لوبه کې له پاکستان سره مخامخ کېږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف د «الماس جوبیلي» څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن د پاکستان لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې دغه سیالي نن یکشنبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو د مالدیف په پلازمېنه مالي ښار کې ترسره شي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې په خپلې لومړۍ لوبه کې کوربه مالدیف ته ماتې ورکړې او په دویمه سیالي کې یې د بنګله‌دېش د ۲۳ کلنو کم‌عمره لوبډلې پر وړاندې مساوي پایله خپله کړې ده.

یادې سیالۍ د مالدیف د فوټبال د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې دي او پکې د افغانستان، پاکستان، مالدیف او د بنګله‌دېش د ۲۳ کلنو کم‌عمره لوبډلې ګډون لري. موخه یې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د لوبډلو چمتووالی بلل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا