قالیباف: که موږ نفت و نه پلورو، هېڅوک به په سیمه کې هم نفت ونه پلورلای شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا رئیس، محمدباقر قالیباف، ویلي چې د هرمز تنګي وضعیت به د وروستیو پوځي کړکېچونو له پای ته رسېدو وروسته هم د جګړې له مخکیني حالت سره بېرته برابر نه شي.
نوموړي ټینګار وکړ: «که موږ نفت ونه پلورو، په سیمه کې به هېڅوک هم نفت ونه پلوري.» هغه زیاته کړه چې د هرمز تنګي امنیت د بهرنیو ځواکونو له حضور پرته هم تأمینېدلی شي او سیمهییز هېوادونه د دې مهمې سمندري لارې د امنیت د خوندي کولو وړتیا لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ادعا کړې، د جولای تر ۲۲مې پورې یې ۹ سوداګریزې بېړۍ د خپل مسیر بدلولو ته اړ کړې او یوه بله بېړۍ هم له فعالیته وتلې ده.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد یوه ستراتیژیکه لاره بلل کېږي، چې هر ډول امنیتي بدلون پکې د نړیوالو بازارونو او سیمهییز وضعیت پر ثبات اغېز لرلای شي.

