قطر: د افغانستان په ګډون د شخړو سولهییز حل ته ژمن یو

په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې علیه احمد بن سیف آل ثاني ویلي، هېواد یې د افغانستان، غزې او کانګو په ګډون د نړۍ په بېلابېلو کړکېچ ځپلو سیمو کې د شخړو د سولهییز حل لپاره د منځګړیتوب او ډیپلوماټیکو هڅو دوام ته ژمن دی.
هغې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په وینا کې د ۲۰۲۰ کال د دوحې هوکړه د قطر د بریالیو ډیپلوماټیکو نوښتونو له مهمو بېلګو وبلله او ویې ویل چې د نړیوالو کړکېچونو پراخېدو د مخنیوي کوونکې ډیپلوماسۍ اړتیا لا زیاته کړې ده.
نوموړې ټینګار وکړ چې د خبرو اترو، منځګړیتوب او سیاسي تفاهم له لارې د شخړو حل د دوامدار ثبات او سولې لپاره اغېزمنه لار بلل کېږي.
قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان اړوند سیاسي تحولاتو او نړیوالو ډیپلوماټیکو هڅو کې مهم رول لوبولی او د دوحې بهیر د افغان قضیې په تړاو د نړیوالو هڅو له مهمو پړاوونو څخه ګڼل کېږي.

