قطر کې د افغانانو کمپ نهه میاشتې نور هم نه تړل کېږي

د امریکا حکومت په قطر کې د «السیلیه» کمپ فعالیت نهه میاشتې نور هم غځولی دی؛ په دغه کمپ کې ۱٬۰۳۹ افغانان شپې او ورځې تېروي.
اسوشیتدپرس راپور ورکړی چې د کمپ د فعالیت غځولو پرېکړه د امریکا حکومت کړې او ټاکل شوې چې دغه کمپ به نهه میاشتې نور هم فعال وي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې کمپ به چهارشنبه وتړل شي.
په کمپ کې له مېشتو څه باندې زرو کسانو څخه ډېری هغه افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي دي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی و.
په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته، ګڼ شمېر افغانان قطر ته ولېږدول شول او هلته د امریکا او نورو هېوادونو ته د تګ په تمه په دغه کمپ کې ځای پر ځای شول.
په السیلیه کمپ کې مېشتو افغانانو څو ځله غوښتنه کړې چې له پنځو کلونو تېرېدو وروسته دې امریکا ته د دوی د لېږد بهیر بشپړ شي.

