لغمان کې د موټر چپه کېدو پېښه؛ یو کس مړ او ۲۷ ټپیان شوي

د لغمان مسوولین وایي، قرغیو ولسوالۍ په «مشکلي کمر» سیمه کې د یوه موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ شوی او ۲۷ نور ټپیان دي.

د مسوولینو په وینا، پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې له لوګر څخه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ پر لور روان خاور وړونکی موټر چپه شو.

ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

د پېښې علت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

مسوولین له موټرچلوونکو غواړي چې د سفر پر مهال ترافیکي اصول رعایت کړي او د مسافرو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا