له ایران څخه افغانستان او پاکستان ته د مایع ګاز صادرات پیل شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې له خرمشهر بندر څخه افغانستان او پاکستان ته د مایع ګاز صادرات په رسمي ډول پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا اقدام د ایران د صادراتي لارو د پراختیا او د لوژستیکي شبکې د پیاوړتیا په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي، چې خرمشهر بندر ته پکې ځانګړی رول ورکړل شوی دی.

ایراني چارواکي وایي چې د دغو صادراتو لومړني عملي پړاوونه په بریالیتوب سره ترسره شوي او دغه بهیر به په تدریجي ډول پراخ شي.

په وینا یې، د دې صادراتو له پیل سره به نه یوازې د سوداګریزو اړیکو کچه لوړه شي، بلکې د سیمه‌ییزې انرژۍ د تبادلې په برخه کې به هم نوې اسانتیاوې رامنځته شي. چارواکي هیله څرګندوي چې دا بهیر به د ایران او د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا سبب شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا