لوکزامبورګ د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې لوکزامبورګ د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۳۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.
اوچا په خپله رسمي اېکسپاڼه کې له دې مرستې مننه کړې او دا یې د افغانستان له اړمنو خلکو د ملاتړ په برخه کې یو مهم او اغېزمن اقدام بللی دی.
د یاد دفتر په وینا، دغه مالي مرسته به د بېړنیو بشري خدماتو د وړاندې کولو لپاره ولګول شي، په ځانګړي ډول هغو ټولنو ته چې له جدي بشري اړتیاوو سره مخ دي.
اوچا زیاتوي چې دا ډول مرستې د بشري وضعیت د ښه کولو او اړمنو کسانو ته د عاجلو خدمتونو د رسولو په برخه کې مهم رول لري.

