لوګر او لغمان کې د کتاب لوستنې سیالیو مخکښ ګډونوال وستایل شول

د لوګر او لغمان ولایتونو اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو، د کتاب لوستنې سیالیو مخکښ ګډونوال وستایل.
په لوګر کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د هېواد عامه کتابتونونو ریاست په همکارۍ، د «اسد ۲۴» په نوم د کتاب لوستنې سیالي جوړه کړې وه، چې مخکښو ګډونوالو ته یې په مراسمو کې ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شول.
همداراز په لغمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «الصارم» فکري او فرهنګي بنسټ په همکارۍ د کتاب لوستنې سیالي ترسره شوې وه، چې غوره ګډونوال یې وستایل شول.
د دغو سیالیو موخه د کتاب لوستنې دود پیاوړتیا، د مطالعې فرهنګ پراختیا او د ځوانانو ترمنځ د علمي او فکري وړتیاوو هڅول بلل شوي دي.

