لوګر کې څلورو ترافیکي پېښو دوه کسان مړه او څلور ټپیان کړي

د لوګر امنیه قوماندانۍ وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرکز پل‌علم او څو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د څلورو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي سلطان‌محمد سنګین ویلي، یادې پېښې د پل‌علم ښار اړوند پادخواب شانه او جمعه‌کلا سیمو، او همدارنګه د خوښۍ، محمداغې او بره‌کي‌برک ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د نوموړي په وینا، ترافیکي پولیس د پېښو ځایونو ته پر وخت رسېدلي، ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي او د پېښو د څرنګوالي په اړه لازمې څېړنې روانې دي.

مولوي سنګین له ټولو موټرچلوونکو وغوښتل چې ترافیکي قوانین په جدي توګه مراعت کړي، له چټک او بې‌احتیاطه موټر چلولو ډډه وکړي او د خوندي تګ‌راتګ اصول په پام کې ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې هم په لوګر ولایت کې څو ترافیکي پېښې شوې وې، چې خلکو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا