لوی اختر کې د سیلانیانو څپه؛ نږدې څلور میلیونه کسانو د هېواد تفریحي سیمو ته مخه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران وایي چې د تېر لوی اختر په شپو او ورځو کې نږدې څلور میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو تفریحي سیمو، تاریخي ځایونو او طبیعي جاذبو لیدنه کړې ده.
نوموړي ویلي، د سیلانیانو دغه شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګرځندوی سکتور د ودې څرګندونه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا، د امنیت ټینګښت، د ګرځندویزو اسانتیاوو پراختیا او د طبیعي او تاریخي سیمو پېژندنه هغه عوامل دي چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د شمېر په زیاتوالي کې یې مهم رول لوبولی دی.
مسوولین باور لري چې د سیاحت پراختیا نه یوازې د هېواد د طبیعي او فرهنګي شتمنیو د معرفي کولو لامل کېږي، بلکې د سیمهییز اقتصاد او کاري فرصتونو په پیاوړتیا کې هم اغېزمن رول لري.

