لوی اختر کې له ۳۰ زرو ډېرو سیلانیانو فراه ته سفر کړی

د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، د لوی اختر په شپو او ورځو کې له ۳۰ زرو څخه زیاتو کورنیو سیلانیانو د دغه ولایت له لرغونو، طبیعي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، سیلانیانو د فراه ښار ترڅنګ د اناردرې، بالابلوک، خاکسفید، پشتکوه او شیبکوه ولسوالیو له ګڼو سیاحتي سیمو هم لیدنه کړې او د اختر ورځې یې هلته په خوښۍ او ارامۍ تېرې کړې دي.
مسوولین وایي، د شفا چینه، شرافتکوه، تنګیرې، خارک، کک کهزاد، باغپل، نوروزي او باراندک سیمې د اختر پر مهال د سیلانیانو تر ټولو د پام وړ ځایونه وو، چې زرګونه لیدونکي یې ځان ته جذب کړي دي.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست زیاتوي، د سیلانیانو د شمېر زیاتوالی د ولایت د ګرځندویزو جاذبو د پراخېدو او د خلکو د لېوالتیا څرګندونه کوي. د مسوولینو په وینا، د ګرځندوی سکټور پراختیا نه یوازې د سیمې د طبیعي او تاریخي ځایونو په معرفي کولو کې مهم رول لري، بلکې د سیمهییز اقتصاد د ودې او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرېدو لامل هم ګرځي.

