ماهیپر کې دوه ځوانان د اوبو ډوبېدو له امله مړه شوي

د کابل ولایت اړوند په ماهیپر تنګي سیمه کې دوه ځوانان د اوبو ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د خبرپاڼې له مخې، دغه ځوانان پرون له کابل څخه د تفریح په موخه یادې سیمې ته تللي وو او د عکس اخیستلو پر مهال اوبو ته لوېدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو ځوانانو جسدونه د سروبي درېیمې پلې لوا د پوځي منسوبینو له لوري موندل شوي او وروسته یې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
مسوولین وایي چې په یاد پېښه کې لومړی یو ځوان د اوبو ژورې برخې ته لوېدلی و او بل ملګری یې د ژغورنې هڅه کړې وه، خو دواړه په اوبو کې ډوب شوي دي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د لامبو وهلو او د اوبو له خطرناکو سیمو سره د نږدې کېدو له امله ورته پېښې رامنځته شوې دي.
اسلامي امارت څو ځله له ځوانانو غوښتي چې د سیندونو، ډنډونو او نورو خطرناکو اوبو له سیمو څخه د لامبو او تفریح پر مهال جدي احتیاط وکړي.

