متقي: د سیمې امنیت له یو بل سره تړلی دی، بې‌ثباتي د هېچا په ګټه نه ده

مولوي امیرخان متقي، د هېواد خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې په مراسمو کې ویلي، په سیمه کې ځینې کړۍ د بې‌ثباتۍ او بې‌باورۍ رامنځته کولو هڅې کوي، خو د سیمې او ګاونډیو هېوادونو امنیت له یو بل سره تړلی دی.

متقي زیاته کړې، هر هغه هېواد چې له اسلامي امارت سره یې مثبت تعامل کړی، ګټه یې کړې؛ خو هغه هېوادونه چې مثبت تعامل یې نه دی کړی، زیان یې لیدلی دی.

نوموړي ویلي، هوښیار کسان له تېرو تجربو عبرت اخلي او د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په سیمه کې د بهرنیانو موخې پلې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا