متقي: روغتیايي مرستې باید له سیاسي ملاحظو جلا وساتل شي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، ټینګار کړی چې روغتیايي مرستې او درملیز خدمتونه باید له سیاسي ملاحظو او اختلافونو جلا وساتل شي، ترڅو اړمن خلک له هر ډول خنډ او تبعیض پرته بشري او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
مولوي امیرخان متقي ویلي، بشري او روغتیايي مرستې باید یوازې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ وړاندې شي او سیاسي اختلافونه باید د دغو مرستو د رسېدو پر بهیر هېڅ اغېز ونه لري.
د نوموړي په وینا، روغتیا د هر انسان اساسي حق دی او نړیوال بنسټونه باید خپلې مرستې د بشري اصولو له مخې دوامدارې وساتي.
هغه همداراز د نړیوالو روغتیايي او بشري بنسټونو د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د روغتیايي سکټور پیاوړتیا، د درملیزو خدمتونو پراختیا او اړمنو خلکو ته د اسانتیاوو رسول ګډو هڅو ته اړتیا لري.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې نړیوال بنسټونه به د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

