مجاهد: اسلامي امارت د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، اسلامي امارت د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني او د دغه بنسټ دریځ ته هم ارزښت نه ورکوي.
د جرمونو نړیوالې محکمې تازه د اسلامي امارت پر مشر، د سترې محکمې پر قاضيالقضات او دوو نورو چارواکو د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
مجاهد ویلي، اسلامي امارت د اسلامي شریعت له احکامو پرته د هېڅ استخباراتي بنسټ حکمونه په پام کې نه نیسي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان پر دغو بنسټونو غږ کوي چې خپل حیثیت وساتي او له خپل واک پورته ادعاوې ونه کړي.

