مجاهد: اسلامي امارت د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، اسلامي امارت د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني او د دغه بنسټ دریځ ته هم ارزښت نه ورکوي.

د جرمونو نړیوالې محکمې تازه د اسلامي امارت پر مشر، د سترې محکمې پر قاضي‌القضات او دوو نورو چارواکو د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

مجاهد ویلي، اسلامي امارت د اسلامي شریعت له احکامو پرته د هېڅ استخباراتي بنسټ حکمونه په پام کې نه نیسي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان پر دغو بنسټونو غږ کوي چې خپل حیثیت وساتي او له خپل واک پورته ادعاوې ونه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا