مجاهد: افغانستان به په کورنیو امکاناتو او د خلکو په تکیه ورغول شي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، افغانستان به د کورنیو ظرفیتونو او امکاناتو په کارولو او د هېواد پر خلکو په تکیه کولو ورغول شي.

نوموړي ټینګار کړی چې پر بهرنیو مرستو تکیه د دوامدار پرمختګ لپاره مناسبه زمینه نه شي برابرولای.

مجاهد په کندهار کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې وویل، افغانستان په تېرو لسیزو کې د بیارغونې او بنسټیزو پروژو په نوم له بېلابېلو بهرنیو پروګرامونو سره مخ شوی، خو لګښتونه یې افغانانو ته په بېلابېلو بڼو تمام شوي دي.

هغه زیاته کړه، بهرني مالي ملاتړونه د هېوادونو د خپلواک تصمیم نیونې او اقتصادي برخلیک پر وړاندې محدودیتونه رامنځته کولی شي او پر بهرنیو سرچینو اوږدمهاله تکیه افغانستان له مالي ستونزو او پورونو سره مخ کولای شي.

د اسلامي امارت ویاند وویل، حکومت هڅه کوي کورني امکانات او ظرفیتونه فعال کړي او د خلکو په ګډون د هېواد د پرمختګ، ابادۍ او اقتصادي ودې بهیر په دوامداره توګه پر مخ یوسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا