مجاهد وایي افغانستان کې د محمودشاه حبیبي په نوم زنداني نشته

ذبیح‌الله مجاهد، د اسلامي امارت ویاند، د محمودشاه حبیبي په اړه د امریکا اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي چې افغان او امریکايي چارواکو په مخامخ لیدنو کې څرګنده کړې چې افغانستان کې د محمودشاه حبیبي په نوم هېڅ زنداني نشته.

مجاهد ویلي، که محمودشاه حبیبي افغانستان کې زنداني وای، موضوع به یې تر دې وړاندې حل شوې وای.

بلخوا، د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) تېره شپه اعلان کړی چې د محمودشاه حبیبي د موندلو او بېرته ستنولو په اړه د معلوماتو په بدل کې یې تر پنځه میلیونه امریکايي ډالرو پورې جایزه ټاکلې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا