مجاهد: وروستي بریدونه ښايي د داعش له لوري شوي وي، پاکستان یې ملاتړ کوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له «ایلم نیوز» سره په ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې د وروستیو خوځښتونو او ناامنیو په تړاو څرګندونې کړې دي.

مجاهد ویلي، وروستي بریدونه ښايي د داعش ډلې له لوري ترسره شوي وي او ادعا یې کړې چې دغه ډله د پاکستان ملاتړ لري.

نوموړي همداراز پر پاکستان تور لګولی چې د پخواني حکومت یو شمېر سیاسي څېرې، چې په تېرو کې له ناکامۍ سره مخ شوې دي، د افغانستان د بې‌ثباته کولو لپاره کاروي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا