مجاهد: ۳۵۰ مخابراتي انتنونه فعال او ۸۵۱ کیلومتره نوري فایبر غځول شوی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پراختیا لپاره ګڼ اقدامات کړي دي.

مولوي مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام په درېیم مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، په محرومو او لرو پرتو سیمو کې شاوخوا ۳۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي او د ۱۵۰ نورو فعالولو چارې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د مخابراتي شرکتونو په مالي تمویل هم ۵۰۰ نوي انتنونه فعال شوي دي.

د هغه په وینا، په بېلابېلو سیمو کې ۸۵۱ کیلومتره نوري فایبر شبکه غځول شوې او په ټول هېواد کې د مخابراتي شرکتونو، انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو او اترا ادارې له لوري ۲۹۳۲ مخابراتي ټاورونه جوړ شوي دي.

مجاهد وايي، راستنېدونکو هېوادوالو ته د مخابراتي اسانتیاوو برابرولو په موخه ۴۹۱ زره او ۱۲۶ سیم‌کارتونه وېشل شوي دي.

نوموړي همداراز ویلي، چې د مخابراتي بازار له لارې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۱۸۴ زره کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا