محسن رضایي: د خبرو لپاره د تهران شرطونه واشنګټن ته رسول شوي

محسن رضایي، د ایران د ملي امنیت شورا منشي، وايي چې تهران د جګړې پای ته رسېدو او خبرو لپاره اووه شرطونه وړاندې کړي او دغه شرایط یې د منځګړو هېوادونو له لارې امریکا ته رسولې دي.

رضایي ویلي، په دغو شرطونو کې په ټولو جبهو کې د جګړې پای، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د سمندري محاصرې پای ته رسول شامل دي.

نوموړي زیاته کړې چې له قطر او پاکستاني منځګړو سره د خبرو بهیر هم روان دی او ایران د خپلو مطرح شوو شرطونو پر پلي کېدو ټینګار کوي.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي ویلي، تهران د خپلې ملي ګټې او اساسي دریځونو پر بنسټ د خبرو بهیر پر مخ وړي او هر ډول هوکړه باید د ایران د حقونو او غوښتنو په پام کې نیولو سره ترسره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا