محقق د آیتالله العظمي محمد اسحاق فیاض مړینه ستره علمي او معنوي ضایعه بللې

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د نجف اشرف د ستر دیني مرجع حضرت آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض د وفات له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د نوموړي مړینه یې د اسلامي نړۍ، په ځانګړي ډول د تشیع ټولنې لپاره ستره علمي او معنوي ضایعه بللې ده.
محمد محقق په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې حضرت آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض د نجف اشرف له مخکښو مراجعو او وتلو فقهاوو څخه و، چې خپل ټول عمر یې د دیني علومو تدریس، څېړنې او د اسلامي امت لارښوونې ته وقف کړی و.
د هغه په وینا، مرحوم آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض د افغانستان د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او د دیني زدهکړو لپاره نجف اشرف ته له سفر وروسته یې د علم او فقاهت تر لوړو پوړیو ځان ورساوه. نوموړي د نجف په علمي حوزه کې د تدریس او علمي رهبرۍ مهم رول ادا کړی او د فقهې او اصولو په برخه کې یې ګڼ علمي آثار پرېښي دي.
محقق زیاته کړې چې حضرت آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میلیونونه مقلدان لرل او په افغانستان کې یې هم د خلکو ترمنځ ځانګړی درناوی او محبوبیت درلود. د هغه په خبره، مرحوم عالم د علمي فعالیتونو ترڅنګ د خیریه او ټولنیزو خدمتونو له لارې هم له ګڼو اړمنو کورنیو سره مرستې کړې دي.
محمد محقق د حضرت آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض مړینه د اسلامي امت، د نجف اشرف د علمي حوزې، د هغه د شاګردانو او مقلدانو لپاره ستره ضایعه بللې او د مرحوم کورنۍ او ټولو خواخوږو ته یې د زړه له کومې تسلیت وړاندې کړی دی.
نوموړي د لوی خدای له درباره د حضرت آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض لپاره د جنت الفردوس، د الهي رحمت او مغفرت، او د هغه ټولو خپلوانو او ارادتمندانو لپاره د صبر او زغم دعا کړې ده.

