محمد سلیم ساپي د هند پر وړاندې پنځه ویکټې واخیستې

محمد سلیم ساپي په خپلې دویمې ټېسټ سیالۍ کې د هند پر وړاندې د پام وړ او اغېزمنه توپ‌اچونه ترسره کړه او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

نوموړي د لوبې په جریان کې منظم لین او لېنټ ساتلی او په مهمو شېبو کې یې د هند د توپوهنې پر لیکه فشار زیات کړی دی. د هغه د دې توپ‌اچونې له امله د هند ځینې مهم لوبغاړي ژر له ډګره ووتل او د لوبې جریان تر یوه حده بدلون وموند.

هندۍ لوبډلې تر دې دمه ۵۳۵ منډې جوړې کړې او اووه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي. د سیالۍ بهیر لا هم روان دی او دواړه لوبډلې هڅه کوي د لوبې په پاتې برخه کې غوره نتیجه ترلاسه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا