محمد علي جناح روغتون کې ۵ زره جراحي عملیات شوي

د عامې روغتیا وزارت ویلي، تېر کال په محمد علي جناح روغتون کې ۵ زره ۵۱۳ بریالي جراحي عملیات ترسره شوي چې له ډلې یې ۴ زره ۶۶۱ لوی او ۸۵۲ کوچني عملیات وو.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد عملیات د متخصصو او مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي او د روغتون د تخنیکي او مسلکي ظرفیت د پراختیا څرګندونه کوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په همدې موده کې ۹ زره ۹۶۳ ناروغانو ته داخل‌بستر او ۹۳ زره ۷۷۰ مراجعینو ته خارج‌بستر روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، د هېواد روغتیايي سکټور د ودې له امله اوس ګڼ هغه جراحي عملیات په کور دننه ترسره کېږي چې پخوا به ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د سفر کولو ته اړ وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا