محمود خان اڅکزی: د افغانستان په اړه دې سیمهییزه غونډه جوړه شي

د پاکستان د اپوزیسیون مخکښ سیاستوال محمود خان اڅکزي وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو په همغږۍ دې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.
نوموړي ویلي، په دې غونډه کې دې د افغانستان، پاکستان، چین، ایران، اوزبېکستان او تاجېکستان استازي، د اسلامي امارت استازي او د پاکستان یو شمېر سیاسي او مذهبي شخصیتونه، د مولانا فضلالرحمن په ګډون، برخه واخلي.
اڅکزي زیاته کړې، د غونډې موخه به د افغانستان له خاورې سره تړلې امنیتي ادعاوې ارزول، د شته اندېښنو په اړه بحث او د خبرو اترو له لارې د مناسبو او دوامدارو حللارو موندل وي.

