مدودف: د شهید رهبر په ویر کې د ایران له ولس سره ولاړ یو

د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي او د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي، دیمیتري مدودیف، په تهران کې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، شهید حضرت آیتالله سید علي خامنهیي د وروستي وداع او جنازې په مراسمو کې ګډون کړی او د روسیې د مشرتابه او خلکو د خواخوږۍ پیغام یې وړاندې کړی دی.
مدودیف په خپل پیغام کې ویلي، د روسیې د چارواکو او ولس په استازیتوب د شهید حضرت آیتالله سید علي خامنهیي د شهادت له امله د ایران له ملت سره خپله ژوره او صمیمانه خواخوږي څرګندوي او دغه ستره ضایعه د ایران لپاره دردناکه بولي.
نوموړي ټینګار کړی چې روسیه په دې غمیزه کې د ایران ترڅنګ ولاړه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او نږدې اړیکو پر دوام یې هم ټینګار کړی دی.

