مرکزي او سوېلختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو او دوړو خبرداری ورکړل شوی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن (یکشنبه) د هېواد په مرکزي او سوېلختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورې او دوړو د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.
د یادې ادارې د اټکل له مخې، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باد سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو پورې وي.
روان کال د حمل میاشتې له پیله تر اوسه په هېواد کې د ورښتونو او بادونو شدت زیات شوی چې له امله یې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
شدیدو بادونو او طوفاني ورښتونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر کروندګر وايي چې وروستي بادونه د اوبو د کمښت او وچکالۍ د زیاتېدو لامل شوي، خو بل لور ته ځینې کارپوهان دا ډول ورښتونه د کرنیزو چارو لپاره ګټور هم ګڼي.
د یادونې ده چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له جدي اغېزو سره مخ دی او بېوخته ورښتونه، سېلابونه او شدید بادونه یې له مهمو پایلو څخه شمېرل کېږي.

