مزارشریف کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د قیرریزۍ چارې پیل شوې

د بلخ ولایت مسوولینو خبر ورکړی چې د مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې اړوند چغدک ګذر کې د «بي پروژې» سړک د قیرریزۍ عملي چارې پیل شوې دي.
د معلوماتو له مخې، یاد سړک ۸۰۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري چې د مزارشریف ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
مسوولین وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي، د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا بهیر به چټک شي او د ترانسپورتي ستونزو په کمېدو کې به اغېزناک رول ولوبوي.
دوی زیاتوي چې د سړکونو او نورو بنسټیزو پروژو پلي کول د ښاري خدمتونو د پراختیا مهمه برخه ده او هڅه کېږي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې ورته پروژې پلې شي، څو ښاریان له لا غوره او معیاري اسانتیاوو برخمن شي.

